د سولي له پاره شپږ اساسي او مهم قطعيات
عبدالسلام (ضعيف) عبدالسلام (ضعيف)

دلوی اوبخښونکي څښتن په نامه

 

سوله په هيوادکې هغه وخت راتللای سي چې دهيوادټوله واکمن اړخونه که هغه په نظامي واکمنی اوکه په سياسي واکمني سره سنبال وي چې دسولي په اړه مثبت هوډ ولري، که خدای  مه کړه سوله دیوه سياسي سازش او دنظامي قوت بديله سلاح وګرځول سي نو بيا سوله دخپل اصلي ماهيت څخه اوړي،  طبعي خبره ده چې دغه هدف هغه هدف نسي کيدلای چې موږيې د يو رښتوني سولي په ماهيت سره پيژنو، موږ وليدل چې دسولي په نامه سره ټول هغه سازشونه ناکام سوله چې دسولي په نامه سره به دسولي دمخنيوي لپاره کيدل، موږ وليدل چې هغه سازشونه ټوله ناکامه سوله ترڅوچې دسولي په نامه دسولي هدف و يوه بل نامعلوم لوري ته ترور سي، موږ وليدل چې ټول هغه سازشونه بي نتيجي سوله ترڅو چې دسولي سپيڅلی نوم ديوي سياسي سلاح په نامه سره استعمال سي اوداسي نور..

خوحقيقت دادی چې سوله يوملي، اسلامي اوسميېزضرورت دی، بايد چې ددغه سپيڅلي نوم دنامه څخه ناوړه استفاده ونسي اوبرعکس دهغه دسپيڅلتيا اونامه احترام وسي، موږپه دې سره پوهيږوچې اوس په ولس کې دهري دسيسي په وړاندې سياسي انتباه اوبيداري موجوده ده داهغه بازي ته ورته کاردی چې ددفاع اوتعرض دواړي غاړي پکښي پوره مهارت لري، نوښه به داوي چې دامهارت مثبت لورته ولاړسي، دسازشونو په ځای صداقت او رښتونولي را وړاندې سې، همدارنګه هرڅوک اوس په دې سره ښه پوهيږي چې په کوم کارکې رښتونولي اوپه کوم کارکې سازش دی؟ که څه هم چې ډيرخلک په خوله اوښکاره څه نه وايې.

خو اوس ددغه لوی بحران حالت و يوه بل نازک پړاوته رسيدلی دی، حالت يوه داسې لورته روان دی چې رښتوني انديښني لري، پکارده چې اوس يوه داسي لاره پيداکړل سي چې دخلکو وانديښنو ته دقناعت وړځواب وموندل سي، که څه هم چې دکابل داداري واکمنان خلکوته وايې چې ګواکې هرڅه ښه روان دې ددوه زره څوارلس وروسته به سيمه ګلوګلزاروي، جنګ او تاوتريخوالی به ختم سي، خوحقيقت دادی چې د دوی ددې خبري لپاره هيڅ مقنع دليل نسته اونه کوم ضمانت سته، زه نه پوهيږم چې دوی ته به څه الهام سوی وې چې جنګ به نه کيږي،؟ ځکه چې عملي جنګ روان دی د دنيا ټول کفري طاقتونو طالبان نه مات؟ اونه يې تسليم کړه؟ بلکه په سياسي اونظامي لحاظ ترپخوانورهم قوې سوې دی، ديرغلګرو د وتلو سره سم به دهغوی دقدرت ساحه نوره هم پراخه کيږي نوکوم ضمانت سته چې جنګ به نه کيږي، دوی بايدخلکوته ووايې چې هغه کوم خوب دی چې دوی ليدلی دی؟

همدارنګه طالبان هم وايې چې جنګ به نه کيږي ددوی ددې خبرې دليل اوضمانت کوم شی دی؟ ځکه عملاجنګ روان دی، دملي اردو او ملي پوليسو په نامه تريولک اوپنځوس زره مجهزعسکرموجود دي، په سيمه کې دقومي اربکيو په نامه مليشي  جوړي شوي او جوړيږي، دهيوادپه مختلفوسيموکې هغه مخالفين چې دطالبانودراتګ څخه ويره لري دسره څخه په نوو سلاحګانو سره مسلح کيږي په ځانګړي توګه داکاردهيوادپه شمال اوغربي ولايتونوکې په قوت سره روان دی اوکيدلای سي چي کرزی دامريکاسره د ستراتيژک تړون په تعقيب امنيتي تړون هم لاسليک کې، کوم چې هغه کې به دامريکا یرغلګروشتون ددوه زره څوارلس وروسته هم وي، دوی هم بايد دخپل مسوليت له مخي واضحه کې چې جنګ به ولي نه کيږي؟

خو ددي ټولو اړخونو وړاند وينه يوه ښه اميدواري هم لري چې ضمنا دهغه څخه يوښه استنباط کيدلای سي، هغه دا چې ددوی قناعت شايد داوي چې روانه معظله نظامي حل نه لري، که داسي وي نوبيا ددوی څرګندوني يوښه پېل کيدلای سي، خوداپېل بايد يوازي پېل نه، بلکه هغه څه وي  هغه د چا خبره چي په ديګ کي څه وي په کوګير کي بايد راو خيږي.

زمانظردسولي په راتلوکې يوڅه اميدواري لري خو ديوه اړخه چې زه مطمئن نه يم هغه دکابل په اداره کې هغه واکمنان دې چې دچاخبره په خړو اوبو کې ماهيان نيسي، داډيره مهمه ده چې دهغوی رښتونولي دسولي سره په ډاډمنه توګه تضمين سي، زماپه نظرچې اوس دنوروټولواړخونو دواقعي سولي دراتلوسره ليوالتياسته، هغه مشترکات اوهغه موانع چې دسولي دراتلو په وړاندې سته ترډيره حل کيدونکې دي خوکه ددې حل لپاره په رښتيااوسمه توګه سره زمينه برابره سي.

موږدپاريس دتحقيقاتي کنفرانس څخه هغه څه لاس ته راووړل، چې په خوايې مافکرهم نه کاوه، هغه داچې دټولوطرفونو په نظرونوکې اساسي اوقطعي اختلاف نه وه، خواختلاف نظر وو، څنګه کولای سوچې دغه اختلاف نظرداختلاف دقطعي حالت څخه پوره توپيرکړو، دا اختلاف نظر د فروعاتو په چوکاټ کې رامحدودکړو، بيا د واحد اومهم هدف لپاره پرمهمومشترکاتوباندې اتفاق وکړو، زه په دې عقيده یم چې داکارشونی دی، خويورښتوني منځګړي توب ته اړتيا لري ځکه هغه دسازش خطرناک دامونه چې ددې هدف چاپيره پراته دي په رښتياسره زهرجن خو دعسلو په اوبو لړل سوي دي.

لومړی: هغه بنسټيزقطعيات چې دبنسټيزاختلاف سبب کيږي اویا د بنسټيزحل لاره هوارولای سي په لاندې ډول دي، دمثال په توګه: دکنفرانس ټول غړي په دې عقيده وو چې دجنګ ستراتيژي بايددسولي په ستراتيژي سره واوړي، په دې کې اختلاف نه وو.

دوېيم: دراتلونکي اداري لپاره بايد داسي حکومت منځ ته راسي چې هرافغان په هغه کې خپل ځان وويني ترڅو د محروميت او محکوميت حالت ختم سي.

درېيم: ټول اړخونه ددې سره موافق وو چې دهیواد لپاره بايد اساسي قانون وي، خو دغه قانون بايد دافغانانوقانون وي او دافغانانولپاره وي، چې ټولوافغانانوته بې له زوره او فشاره دقبول وړوي.

څلورم: دهيواد لپاره ملي اردو، ملي پوليس او ملي امنيت بايد وي، خو دا ځواکونه بايد چې په واقعي توګه ملي بڼه ولري، ترڅو د ټول هيواد د وګړو لپاره د اعتماد وړ وګرځي.

پنځم: ټول اړخونه په دې موافق وو چې افغانستان بايد په واقعي توګه خپلواک او ازاد هيواد وي، دهيڅ يوبل قوت شتون په دغه هيواد کې بايد نه وي.

شپږم: ټول اړخونه په دې سره موافق وو چې افغانستان يواسلامي هیواد دی، ددغه اسلامي هيواد لپاره بايد په دغه هيواد کې اسلامي اوشرعي قانون نافذ وي.

داشپږ هغه اساسي او مهم قطعيات دي چې ټولو خواوو په هغوی کې قطعي اختلاف نه درلودی، خوپه تطبيق اوعمل کې يې اختلاف نظر موجود وه، د مثال په توګه يو اړخ وايې چې اساسي قانون اوسنی قانون دتعديل سره بايد ومنل سي، تعديل بايد په داسي توګه راسي چې هغه قانوني لاره وي، بل اړخ وايې چې اساسي قانون د افغانولپاره دی، بايد خپله د افغانولخواتصويب سي، اوسنی قانون دخارجي اشغال ګرو ترسيوري لاندې په يوه مخوفه فضاکې جوړسوی دی، نوپه ټولو اړخو دهغوی منل دافغانانو خوښه نه، بلکه د زورمسئله ده، او دزورقانون کله هم قانون نسي کيدلای.

يو اړخ وايې چې خارجي يرغلګردي دسولي اوثبات وروسته ووځي، بل اړخ وايې چې د خارجي يرغلګرو وجود خپله د بي ثباتی عامل دی، اوپه هيواد کې د دوی په وجود کې ثبات اوسوله نسي راتللای.

يو اړخ وايې چې دانتخاباتو د لاري دي دخلکونمائنده حکومت راسي اوټول طرفونه دي په انتخاباتوکې برخه واخلي، بل طرف وايې د جنګ په جريان کې انتخابات يوازي سمبوليکه بڼه لري، اول بايد جنګ ودريږي بيا پرراتلونکي باندې خبره وسي، همداسي نور..

دا دهغو هيوادونو دقطعي اختلاف سره ډيرتوپيرلري چې بنسټيزاصل لري، دنموني په توګه په مصر کې يوه ډله اسلامي نظام غواړي بله ډله داسلام دنامه سره حساسيت ښئي.

په تونس کې يوه ډله اسلامي نظام غواړي بله ډله يې دمطلق سيکولرنظام غوښتونکي دي.

په لبنان کې يوه ډله داسلام حاکميت غواړي بله ډله دعيسويت په چوکاټ کې ډيموکراسي غواړي.

په فلسطين کې يوه ډله دفلسطین ټول حاکميت غواړي او اسرائيلو ته يرغلګر وايي په سيمه کي دهغوی وجودغيرقانوني بولي، بله ډله غواړي چې اسرائيل جلا په خپلواک هيواد سره وپيژني.

په ترکيه، عراق، ايران اوځينونوروهيوادونوکې ديته ورته قطعي اختلافات سته خوبياهم هغوی دټولوهيوادوالوسره دتحمل لاره خپله کړيده، دغه هيوادونه نظام لري، دنظامي برخورد څخه پرته مبارزه کوي، زما په نظر، که زموږقطعي اختلاف له بيخه ختم سي او موږ يوه داسي حالت ته ورننوځو چې په هغه کې مقابل احترام موجود وي، همدارنګه موږ دومره حوصله پيداکړو چي د خولو په زورد خبرو تحمل او د يواوبل دحقوقو درناوی وکړو، موږ به دخپل هيواد لپاره دحل لاره ترنوروډيروهيوادونوسره په اسانه پيداکړي وي.

 زماپه نظردقطعي اختلاف څخه راپه ديخوا پرفرعي اختلافاتوباندې توافق ممکن دی، او دامفکوره عملي کيدلای هم سي، اوس خبره داده چې د دغه قطعي اصولوپه لاس ته راوړنه کې کوم موانع سته؟ اوڅوک يې له منځه وړلای سي؟

موږ چې هلته وليدل ټول طرفونه يوه ليوالتيا لري او دغه ليوالتيا د سولي لپاره اول بنياد جوړولای سي، مګر د اداري د واکمنانو په منځ کې داسي فکرونه سته چې ددغه قطعي اختلاف چې دستونزي بنيادي اړخ دی، پاته کيدل غواړي، ددې مانا به داوي چې دسولي لپاره نورقطعي اواساسي موانع په ځای باندې پاته سي کوم چې دجنګ اوبي ثباتی سبب کيږي.

زما نظردسولي دپروسي د روانولولپاره دادی چې:

لومړی: بايد افغانان په يوه خوله دسولي د موانعوليري کول وغواړي، اوهيچاته نوره دا اجازه ورنکړي چې دکړيدلي، هيواد په بدبختيو کې خپل شخصي منافع لاس ته راوړي، او يا دغه حالت ته همداسي دوام ورکړي.

دوېيم: بايد په ملي اوبين المللي سطحه دتفاهم لړۍ همداسي وساتل سي په کوم سره چې دستونزي حل راپيداکيدلای سي، ځکه داسي معلوميږي چې ترغلطيو غلط فهمي ډيري دي، که غلط فهمي له منځه ولاړه سي دغلطي حل ته به مستقيمه لاره پيداسوي وي.

درېيم: په اداره کې دننه هغه کسان چې دسولي دراتګ سره ليوالتيا لري بايد دخپل نفوذڅخه پوره اوپه رښتنولی سره استفاده وکړي، اوداسي اشخاصوته اجازه ورنه ګړي چې ملي حياتي منافع د خپل شخصي اومؤقتومنافعوقربانی کړي.

څلورم: هغه شپږلوړقطعيات چې موږ ورته اشاره وکړه، بايد د يو بنيادی چوکاټ په توګه وپيژندل سي،  هيچاته اجازه ورنه کړل سي چې دهيواد په قطعياتو باندې د چا سره معامله وکړي.

په اخرکې د داسي يوڅه اړتيا ليدل کيږي چې بايد يوداسي ميکانيزم رامنځ ته سي چې د ټولو اړخونو لپاره دمنلو وړ وي، داسي يوميکانيزم چې يا خو د ټولواړخونو نمائندګي وکړای سي، او يا مطلق بي طرفه وي، ددغه ميکانيزم دمالي تمويل لپاره هم داسي مرجع پيداسي چې مطلق ملي بڼه ولري، ترڅو د نورو اړخونو د تاثيراو د نفوذ دحالت څخه خلاصه وي، ددې لپاره چې په دغه چوکاټ کې دهيواد د راتلونکي په اړه داسي يوه کړنلاره وکتل سي چې ټولواړخونو ته هراړخيزه دمنلو وي، که څه هم چې داکار به د ټولو اړخونو لپاره د شخصي قدرت اوشخصي منافعوقربانی غواړي، بايد چې د دغه ملي غميزي دپای ته رسيدلو په خاطرهرافغان که رښتونی افغان وي خپلي قربانی ته حاضرسي.

والسلام

 

 

 


January 12th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات